له ازبکستان څخه د رالېږدول شوې برېښنا مزي پرې شوې

22 میزان 1400 ساعت 7:57

له ازبکستان څخه افغانستان ته د رالېږدول شوې برېښنا مزي پرې شوي، چې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.


له ازبکستان څخه افغانستان ته د رالېږدول شوې برېښنا مزي پرې شوي، چې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.

د جمهور آژانس د بخر له مخې مزي پرون چهارشنبې د تلې ۲۱ مه پرې شوې چې برېنښا شرکت یې لامل تخنیکي ستونزه بولي او د ژر حل کېدو خبر یې ورکړی دی.

د برېښنا شرکت په یوه اعلامیه کې راغلي، د برېښنا مزي د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین سیمه کې پرې شوي دي.

برېنښا پر داسې مهال پرې کېږي، چې تر دې وړاندې دا اندېښنې وې، چې برېښنا شرکت د برېښنا د صادرونکو هېوادونو پوروړی دی او د پور د نه ورکړې په صورت کې ښايي پر افغانستان برېښنا قطع کړي.

بريښنا شرکت هم په دې اړه انديښنه ښودلې او ویلي و، چې د بريښنا د پورونو نه ورکړه به د برېښنا د پرې کیدو سبب شي.

خو وروسته ازبکستان بیا ډاډ ورکړی و، چې د پورونو له وجې به پر افغانستان بريښنا پرې نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143543

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/143543/

جمهور
  http://jomhornews.com