ایراني او پاکستاني چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي

22 میزان 1400 ساعت 8:23

راپورونه وایي، پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره لیدنه کې پر افغانستان خبرې کړې دي.


راپورونه وایي، پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره لیدنه کې پر افغانستان خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې راپورونه زیاتوي، د خان او ایراني چارواکو لیدنه پرون شوې او دواړو لورو د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په روان حالت هم خبرې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی نو ځکه ایران او پاکستان ته په کار ده، چې دلته د ثبات راوستو په برخه کې همغږۍ ډېرې کړي.

عمران خان  ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره باید د افغانستان د ټولو ګاونډیو هېوادونو یو ځانګړی ګروپ رامنځ ته شي څو په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143546

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143546/

جمهور
  https://www.jomhornews.com