۰

ایراني او پاکستاني چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۳
راپورونه وایي، پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره لیدنه کې پر افغانستان خبرې کړې دي.
ایراني او پاکستاني چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي
راپورونه وایي، پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره لیدنه کې پر افغانستان خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې راپورونه زیاتوي، د خان او ایراني چارواکو لیدنه پرون شوې او دواړو لورو د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په روان حالت هم خبرې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی نو ځکه ایران او پاکستان ته په کار ده، چې دلته د ثبات راوستو په برخه کې همغږۍ ډېرې کړي.

عمران خان  ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره باید د افغانستان د ټولو ګاونډیو هېوادونو یو ځانګړی ګروپ رامنځ ته شي څو په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي