۰
پوتین:

امریکا په افغانستان کې تراژیدي رامنځ ته کړه، اوس له عراق او سوریې جګړه مار دغه هېواد ته ځي

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۹
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا مداخلې یوه ستره تراژيدي رامنځ ته کړه.
امریکا په افغانستان کې تراژیدي رامنځ ته کړه، اوس له عراق او سوریې جګړه مار دغه هېواد ته ځي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا مداخلې یوه ستره تراژيدي رامنځ ته کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین ټینګار کړي، چې امریکا په افغانستان کې مداخله وکړه او دلته یې یو ناورین او تراژيدي رامنځ ته کړې.

نوموړي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او روانې ستونزې یې د امریکا زېږدنده بللې ده.

د روسیې ولسمشر ویلي، همدا اوس فعال جنګیالي له عراق او سوریې افغانستان ته ننوځي او هڅه کوي په دغه هېواد کې ځانونه ځای پر ځای کړي.

پوتین د افغانستان وضعیت پېچلی بللی او د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیتی مسوولینو ته په خطاب کې یې ویلي چې خپل تدابیر تر بل هر وخت شدید کړي او د هر ډول مشکوکو فعالیتونو مخنیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي