۰

د اندونیزیا ولسمشر د طالبانو په حکومت کې د ښځو د ګډون غوښتنه کړې

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۷
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په افغانستان کې د یوه ټولشموله او پراخ بنسټ حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې په وینا یې ښځې هم باید په کې ګډون ولري.
د اندونیزیا ولسمشر د طالبانو په حکومت کې د ښځو د ګډون غوښتنه کړې
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په افغانستان کې د یوه ټولشموله او پراخ بنسټ حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې په وینا یې ښځې هم باید په کې ګډون ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ویدودو ټینګار کړي، چې اندونیزیا په افغانستان کې د ښځو په ګډون یو پراخ بنسټه او داسې حکومت غواړي، چې وکولی شي په دغه هېواد کې امنیت او ثبات ټینګ کړي.

نوموړي پر نړیوالو هم غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې په افغانستان کې د یوه همداسې حکومت د جوړېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې قطر ویلي و، چې طالبان باید د نور اسلامي هېوادونو لکه قطر، اندونیزیا او مالیزیا څخه زده کړي او یو داسې اسلامي نظام رامنځ ته کړي، چې ښځې په کې د زده کړو او کار اجازه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي