۰

امریکا غواړي د ترهګرۍ ضد ځواکونه ازبکستان کې ځای پر ځای کړي

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۳
امریکايي نشریې پولیتیکو په یوه مطلب کې ویلي، امریکا لا هم غواړي، چې خپل د ترهګرۍ ضد ځواکونه په ازبکستان کې ځای پر ځای کړي.
امریکا غواړي د ترهګرۍ ضد ځواکونه ازبکستان کې ځای پر ځای کړي
امریکايي نشریې پولیتیکو په یوه مطلب کې ویلي، امریکا لا هم غواړي، چې خپل د ترهګرۍ ضد ځواکونه په ازبکستان کې ځای پر ځای کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سرچینې په باور ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په همدې تړاو یو امریکایي پلاوی ازبکستان ته ولاړ شي او له ازبک چارواکو سره پر دوه اړخیزو امنیتي اړیکو او اړوندو مسایلو خبرې کوي.

په مطلب کې ویل شوي، یاد پلاوی به همدا راز د نظامي اډې د غوښتلو په تړاو د امریکایي حکومت پیغام ازبکستان ته رسوي.

نشریه وایي، امریکا غواړي د افغانستان د څارلو او پر وخت اقدام لپاره د ترهګرۍ ضد ځواکونه په ازبکستان کې ځای پر ځای کړي او له دې ځایه د افغانستان وضعیت وڅاري.

خو داسې ښکاري چې د منځنۍ اسیا هېوادونه به امریکا ته نظامي اډې ور نه کړي او دا هڅه به یې ناکامه شي.

روسیې خو لا وړاندې ویلي، چې امریکا نوې اډې نه شي جوړولی خو د اړتیا په صورت کې د روسیې له نظامي اډو استفاده کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي