۰

د کابل او اسلام آباد تر منځ الوتنې بېرته پیلېږي

شنبی ۲۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۱
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند اداره وايي، د اریانا، کام ایر او پاکستان د پي آی اې هوايي شرکتونه به د کابل او اسلام آباد تر منځ پروازونه له سره پیل کړي.
د کابل او اسلام آباد تر منځ الوتنې بېرته پیلېږي
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند اداره وايي، د اریانا، کام ایر او پاکستان د پي آی اې هوايي شرکتونه به د کابل او اسلام آباد تر منځ پروازونه له سره پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر د هوايي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ترانسپورټ وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده د راولاړې شوې ستونزې په اړه کابل کې د پاکستان له سفر منصور احمد خان، او د یادو شرکتونو له استازو سره خبرې کړې دي.

د کابل او اسلام آباد تر منځ د هوايي شرکتونو الوتنې وروسته له هغې بندې شوې، چې یادو شرکتونو د مسافرو د ټیکټ بیه له ۱۳۰ ډالرو څخه ۲۵۰۰ ته پورته کړه.

د هوايي شرکتونو دغه کار په خواله رسنیو د افغانانو سخت غبرګونونه راوپارول او د افغانستان په اسلامي امارت یې غږ وکړ، چې د هوايي شرکتونو د خپلسریو مخه ونیسي او د ټکټونو بیې پخواني حالت ته راټیټې کړي.

د خلکو له غبرګون وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوايي چلند ادارې شرکتونو ته خبرداری ورکړ، چې که د ټیکټونو بیه د پخوا په شان نه کړي نو پروازونو ته به یې اجازه ورنه کړي.

تر دې غبرګون وروسته د پاکستان پي آی اې هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې وځنډولې.

خو په تازه ناسته کې درې واړه لورو پر دې توافق کړی دي، چې پروازونه دې له سره پیل شي او د یوه ټیکټ بیه دې همغه د پخوا په شان ۱۳۰ ډالره وري.

همدارنګه په پرونی غونډه کې پر دې هم موافقه شوې، چې پاکستان باید ځمکنۍ لارې هم د افغان مسافرو پر مخ پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي