۰

تر دولسمو ټولګیو پورې د نجونو ښوونځي پرانستل کېږي

شنبی ۲۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۴۱
د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، ډېر ژره به له شپږم پورته تر دولسمو ټولګیو پورې د افغان نجونو ښوونځي پرانستل شي.
تر دولسمو ټولګیو پورې د نجونو ښوونځي پرانستل کېږي
د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، ډېر ژره به له شپږم پورته تر دولسمو ټولګیو پورې د افغان نجونو ښوونځي پرانستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ د ادارې- یونیسف مرستیال مشر عمر عبدي د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته کړې ده.

نوموړي ویلي، طالبانو ډاډ ورکړي، چې ډېر ژر به له شپږمو تر دولسمو ټولګیو پورې د نجونو ښوونځي پرانستل شي.

دی وايي، د افغانستان په پنځو ولایتونو، بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز او ارزګان ولایتونو کې لامخکې د نجونو لېسې پرانیستې دي.

ښاغلي عبدي زیاته کړې، د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي، د دوی حکومت تر شپږم د پورته ټولګیو د نجونو د زده کړو د دوام لپاره پر یوه پلان کار کوي چې په یوه- دوو میاشتو کې به خپور شي.

ښاغلي عبدي وویل، د لوړو ټولګیو میلیونونه زده کوونکې نجونې له ۲۷ ورځو راهیسې له زده کړو بې برخې دي او دی له طالبانو غواړي چې دې برخه کې ان یوه ورځ ځنډ به هم افغانې نجونې د یوې بلې ورځې لپاره له ښوونځي څخه بې برخې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي