۰

دیپلومات: له طالبانو سره د مذاکراتو پيلولو ته جدي اړتیا ده

یکشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۲
ديپلومات نشریې په یوه مقاله کې ویلي، دمګړی په افغانستان کې هر څه په ټپه ولاړ دي نو نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته په کار ده چې له طالبانو سره خبرې پيل کړي او په دې برخه کې بېړه په کار ده.
دیپلومات: له طالبانو سره د مذاکراتو پيلولو ته جدي اړتیا ده
ديپلومات نشریې په یوه مقاله کې ویلي، دمګړی په افغانستان کې هر څه په ټپه ولاړ دي نو نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته په کار ده چې له طالبانو سره خبرې پيل کړي او په دې برخه کې بېړه په کار ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د یوه ټولشموله، مدرن او پیاوړي حکومت جوړېدو اړتیا ده نو د دې موخې لپاره باید نړیواله ټولنه له طالبانو سره په بېړه او پراخې خبرې پيل کړي.

د مطلب لیکوال وايي، د پیاوړي حکومت په جوړولو کې ځنډ د میلیونونه افغانانو له ژوند سره لوبې دي.

نشریې د افغانستان د نوي حکومت پر چارواکو غږ کړی چې د عامو افغانانو نظریات واوري، له دوی سره خبرې وکړي، خلکو ته په حکومت کې ځای ورکړي او په بېړه دې د افغانستان د ژغورلو او ساتلو لپاره لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي