ایران د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی

26 میزان 1400 ساعت 8:39

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي ټاکلی دی.


د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي رییسي ویلي، قمي یې په افغانستان کې د ثبات او امنیت د راتګ او له دغه هېواد سره د همکارۍ لپاره یې خپل نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د ایران ولسمشر وايي، حسن کاظمي به د ایران په استازیتوب له افغان چارواکو سره د امنیت او سولې د راتګ په برخه کې همکارۍ کوي.

رییسي زیاته کړې، چې په افغانستان کې وروستیو بوږنوونکو امنیتي پېښو اندېښنې ډېرې کړې دي او د دغه هېواد د نویو حاکمانو دنده ده چې د ملت امنیت تامین کړي او هڅه وکړي چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ختم کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143673

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143673/

جمهور
  https://www.jomhornews.com