۰

ایران د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۹
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي ټاکلی دی.
ایران د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رییسي ویلي، قمي یې په افغانستان کې د ثبات او امنیت د راتګ او له دغه هېواد سره د همکارۍ لپاره یې خپل نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د ایران ولسمشر وايي، حسن کاظمي به د ایران په استازیتوب له افغان چارواکو سره د امنیت او سولې د راتګ په برخه کې همکارۍ کوي.

رییسي زیاته کړې، چې په افغانستان کې وروستیو بوږنوونکو امنیتي پېښو اندېښنې ډېرې کړې دي او د دغه هېواد د نویو حاکمانو دنده ده چې د ملت امنیت تامین کړي او هڅه وکړي چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ختم کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي