۰

‏روسیه: حامد کرزی او عبدالله مو د مسکو غونډې ته نه دي بللي

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۶
روسیې هغه راپورونه رد کړي، چې ګڼې د افغانستان په تړاو مسکو کې جوړېدونکي غوندي ته د افغانستان پځوانی ولسمشر حامد کرزی او ډاکتر عبدالله عبدالله هم وربلل شوي دي.
‏روسیه: حامد کرزی او عبدالله مو د مسکو غونډې ته نه دي بللي
روسیې هغه راپورونه رد کړي، چې ګڼې د افغانستان په تړاو مسکو کې جوړېدونکي غوندي ته د افغانستان پځوانی ولسمشر حامد کرزی او ډاکتر عبدالله عبدالله هم وربلل شوي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې پرون ځینو سرچینو راپور ورکړ، چې د مسکو فورمټ غونډې ته ښاغلی کرزی او ښاغلی عبدالله هم ورغوښتل شوي دي.

خو کابل کې د روسیې سفارت دا خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې د مسکو په جوړېدونکې غونده کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر جمهوري نظام د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

خپله دغه راپورونو ته ښاغلي کرزي او عبدالله تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

که څه هم د روسیې د سفارت په خبرپاڼه کې د طالبانو د بلنې په اړه هم څه نه دي ویلي، شوي خو طالبانو تایید کړې، چې دوی ته بلنه ورکړل شوې او په دغه غونډه کې به ګډون وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په تړاو د مسکو فورمټ غونډه به د راتلونکې چهارشنبې د تلې ۲۷ مه نېټه مسکو کې جوړه شي.

دغه غونډې ته د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د چین، امریکا، هند او یو شمېر نورو هېوادونو او بنسټونو استازي هم وربلل شوي دي.

امریکا ویلي دوی تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، چې په یاده غونډه کې ګډون وکړي که نه، خو ویل کېږي خلیلزاد به په دغه غونډه کې نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي