اروپايي ټولنه نن په افغانستان غونډه کوي

26 میزان 1400 ساعت 10:52

د راپورونو له مخې ټاکل وشې اروپايي ټولنه نن دوشنبې د تلې ۲۶ مه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړي.


د راپورونو له مخې ټاکل وشې اروپايي ټولنه نن دوشنبې د تلې ۲۶ مه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ناسته په لوکزامبورګ کې جوړېږي او په کې به په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پر فعالیتونو او ماموریتونو خبرې وشي.

سرچینې زیاتوي، چې د اروپايي ټولنې په دې غونډه کې به د نورو مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کېږي.

په غونډه کې همدا راز په فارس خلیج، ایتوپیا او نیکارګوا کې پر انساني وضعیت، تونس او بالکان خبرې کېږي.

دا چې اروپايي ټولنه به د افغانستان په اړه پر کومو پرېکو لاس پورې کوي په اړه یې لا بشپړ معلومات نشته دي.

تر دې وړاندې هم په خپلو غونډو کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او دلته د بشري حقونو پر ساتنه ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143685

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143685/

جمهور
  https://www.jomhornews.com