۰

اروپايي ټولنه نن په افغانستان غونډه کوي

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۲
د راپورونو له مخې ټاکل وشې اروپايي ټولنه نن دوشنبې د تلې ۲۶ مه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړي.
اروپايي ټولنه نن په افغانستان غونډه کوي
د راپورونو له مخې ټاکل وشې اروپايي ټولنه نن دوشنبې د تلې ۲۶ مه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ناسته په لوکزامبورګ کې جوړېږي او په کې به په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پر فعالیتونو او ماموریتونو خبرې وشي.

سرچینې زیاتوي، چې د اروپايي ټولنې په دې غونډه کې به د نورو مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کېږي.

په غونډه کې همدا راز په فارس خلیج، ایتوپیا او نیکارګوا کې پر انساني وضعیت، تونس او بالکان خبرې کېږي.

دا چې اروپايي ټولنه به د افغانستان په اړه پر کومو پرېکو لاس پورې کوي په اړه یې لا بشپړ معلومات نشته دي.

تر دې وړاندې هم په خپلو غونډو کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او دلته د بشري حقونو پر ساتنه ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي