ګوترېش: د افغان ښځونو د حقونو ودې او ملاتړ ته به دوام ورکوو

2 عقرب 1400 ساعت 8:34

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د افغان ښځو او نجونو په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دوی د حقونو د ودې او ملاتړ لپاره ژمن دي او دوام به ورکړي.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د افغان ښځو او نجونو په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دوی د حقونو د ودې او ملاتړ لپاره ژمن دي او دوام به ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«موږ به تر هغو پورې ونه درېږو تر چې نجونې بېرته ښوونځي ته لاړې نه شي.

انتوني ګوترېش بیا هم ټينګار کړي، چې تر څو ښځې خپلو کارونو ته ستنې نه شي او په ولسي ژوند کې برخه وانخلي د د ملګرو ملتونو ملاتړ به ترې دوام ولري.
 
نوموړي زیاته کړې، چې  ملګري ملتونه به د طالبانو له چارواکو سره د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143859

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143859/

جمهور
  https://www.jomhornews.com