۰

ګوترېش: د افغان ښځونو د حقونو ودې او ملاتړ ته به دوام ورکوو

یکشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د افغان ښځو او نجونو په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دوی د حقونو د ودې او ملاتړ لپاره ژمن دي او دوام به ورکړي.
ګوترېش: د افغان ښځونو د حقونو ودې او ملاتړ ته به دوام ورکوو
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د افغان ښځو او نجونو په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دوی د حقونو د ودې او ملاتړ لپاره ژمن دي او دوام به ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«موږ به تر هغو پورې ونه درېږو تر چې نجونې بېرته ښوونځي ته لاړې نه شي.

انتوني ګوترېش بیا هم ټينګار کړي، چې تر څو ښځې خپلو کارونو ته ستنې نه شي او په ولسي ژوند کې برخه وانخلي د د ملګرو ملتونو ملاتړ به ترې دوام ولري.
 
نوموړي زیاته کړې، چې  ملګري ملتونه به د طالبانو له چارواکو سره د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي