۰

دېبورا لاینز: د اقتصادي او بانکي ستونزو په حل کې له طالبانو سره همکاره یو

یکشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۷
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز وايي، دوی به له افغانانو سره بشري مرستو او د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل په برخه کې به اسلامي امارت سره له نږدې همکاري وکړي.
دېبورا لاینز: د اقتصادي او بانکي ستونزو په حل کې له طالبانو سره همکاره یو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز وايي، دوی به له افغانانو سره بشري مرستو او د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل په برخه کې به اسلامي امارت سره له نږدې همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن لاینز دغه څرګندونې پرون د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړې ویلي« موږ له افغانانو سره بشري مرستو او د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل په برخه کې به اسلامي امارت سره له نږدې همکاري وکړو.»

په ورته وخت د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا مرستیال زیاته کړې، چې دوی هم هوډمن دي، چې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو سره له نږدې همکاري او تفاهم ولرو.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د امنیت په شمول لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د دغه ارګان د مثبتو او ګټورو مشورو هرکلی کوي.

دغه راز موږ له ملګرو ملتونو او بین المللي ټولنې غواړو چې د افغانستان نوی حکومت په ځانګړي ډول بانکي سیستم یې پیاوړی کړي، ترڅو له نړۍ سره زموږ همکاري زیاته شي.

د اسلامي امارت د ریاسة الوزرا مرستیال همدارنګه وویل، چې زموږ لومړیتوب دا دی چې د هر افغان فردي امنیت او وګړنیز حقوق تامین شي، هېڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو د امنیت پر ضد استعمال کړي.

دغه راز د نشه یي توکو د کرکېلې، پروسس او قاچاق مخنیوي کوو او له ملګرو ملتونو او بین المللي ټولنې غواړو چې په دې برخه کې افغان کروندګرو ته مناسب بدیلونه برابر کړي.

د دغې کتنې په پای کې اغلې دیبورا لاینس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفترونو د امنیت د خوندیتوب مننه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي