د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ارګ ویاند او درې تنه نور یې مرستیالان وټاکل شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی مجاهد او مرستیالان یې هر یو مفتي انعام الله سمنګاني، احمد الله وثیق او مولوي اسدالله (بلال کریمي) نن دوشنبې د لړم ۳ مه په رسمي ډول ارګ کې دنده پیل کړه.
د افغانستان د اسلامي امارت په خپره کړې خبرپاڼه کې هم ویل شوي، چې مجاهد د امارت مرکزي ویاند او درې نور کسان یې مرستیالان ټاکل شوي دي.
خبرپاڼه وایي، تر دې وروسته به د ذبیح الله مجاهد تر څنګ د هغه درې واړه مرستيالان د ا.ا رسمي استازیتوب کوي.
جمهورخبري اژانس:کابل