روسیه له افغانستان سره بشري مرستې کوي

4 عقرب 1400 ساعت 8:48

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دغه هېواد ته واستوي.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دغه هېواد ته واستوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف زیاته کړې، چې د روسیې د دفاع او روغتیا وزارتونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په چمتو کولو بوخت دي.

که څه هم نوموړي د دغه مرستو د لېږد نېټه نه ده په ګوته کړې، خو ټینګار یې کړی، چې د روسیې دفاع او روغتیايي خداماتو وزارتونه د لېږد د الوتکو پر چمتو کولو بوخت دي او په دې برخه کې چټک کار روان دی.

دغه روسي دیپلومات زیاته کړې، چېد روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه له افغانانو سره د بېړنیو بشردوستانه مرستو د تیاري عملیات روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143951

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143951/

جمهور
  https://www.jomhornews.com