۰

روسیه له افغانستان سره بشري مرستې کوي

سی شنبه ۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۸
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دغه هېواد ته واستوي.
روسیه له افغانستان سره بشري مرستې کوي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دغه هېواد ته واستوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف زیاته کړې، چې د روسیې د دفاع او روغتیا وزارتونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په چمتو کولو بوخت دي.

که څه هم نوموړي د دغه مرستو د لېږد نېټه نه ده په ګوته کړې، خو ټینګار یې کړی، چې د روسیې دفاع او روغتیايي خداماتو وزارتونه د لېږد د الوتکو پر چمتو کولو بوخت دي او په دې برخه کې چټک کار روان دی.

دغه روسي دیپلومات زیاته کړې، چېد روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه له افغانانو سره د بېړنیو بشردوستانه مرستو د تیاري عملیات روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي