خان له کري د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه کړې

4 عقرب 1400 ساعت 9:20

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چاپېریال لپاره د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کري سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چاپېریال لپاره د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کري سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، عمران خان په خپلو خبرو کې له کري د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادېدو غوښتنه وکړه.

دغه دفتر د عمران خان له قوله په ټوېټر لیکلي، چې ده د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د زرغون منځني ختیځ طرحې په نوم کنفرانس په څنډه کې وکتل.

عمران خان له افغانستان سره د مثبت تعامل د غوښتنې په ترڅ کې د افغانانو د سوکالۍ لپاره د افغانستان د شتمنیو پر ازادېدو ټینګار وکړ.
د دغه لیدنې او خبرو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143954

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143954/

جمهور
  https://www.jomhornews.com