۰

د ولسي جرګې د یوه غړي ورور ننګرهار کې وژل شوی دی

سی شنبه ۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۷
د مخکني حکومت د ولسي جرګې د غړي ابرارالله مراد ورور غفران الله مراد په ننګرهار کې د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
د ولسي جرګې د یوه غړي ورور ننګرهار کې وژل شوی دی
د مخکني حکومت د ولسي جرګې د غړي ابرارالله مراد ورور غفران الله مراد په ننګرهار کې د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د لړم ۳ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې.

راپورونه وايي، ناپېژانده وسله والو په دغه سیمه کې د ننګرهار ښاروالۍ د پنځمې ناحیې امر غفران الله مراد باندې ډزې کړې او ځای پر ځای یې وژلی دی.

غفران الله مراد په ولسي جرګه کې د ننګرهار د مخکني استازي ابرارالله مراد او د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي اسرار الله مراد ورور وو.

د نوموړي د وژل کېدو انګېزه تر اوسه نه ده معلومه او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.

ځايي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ننګرهار په بسهود ولسوالۍ کې د مقام خان جامع جومات ملا امام مفتي سعد الله هم د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي