ګوترېش:

افغانستان له لوی انساني ناورین سره مخ کېدونکی دی

4 عقرب 1400 ساعت 13:31

د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا افغانستان کې په روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې وايي، افغانستان د نړۍ په تر ټولو لوی بشري ناورین باندې د بدلېدو په حال کې دی.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا افغانستان کې په روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې وايي، افغانستان د نړۍ په تر ټولو لوی بشري ناورین باندې د بدلېدو په حال کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترېش دغه څرګندونې نن سه شنبې د لړم ۴ مه په خپله ټوېټر پاڼه کړې او په نړیوالو یې غږ کړی، چې افغانستان کې د رامنځ ته کېدونکي لوی بشري ناورین مخینوی وکړي.

نوموړي په دې ټوېټ کې تر ژمي مخکې اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو موادو او امکاناتو د رسولو په برخه کې د وخت چټک ترېدو ته هم اشاره کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر نړیوالو غږ کړی چې د اړمنو په لاسنیوي کې له دغه سازمان سره همکاري وکړي، ځکه میلیونه افغانان له لوږې سره لاس او ګیروان دي.

ګوترېش دا اندېښنه پر داسې مهال ښيي، چې پرون خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 143980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com