۰
ګوترېش:

افغانستان له لوی انساني ناورین سره مخ کېدونکی دی

سی شنبه ۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۱
د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا افغانستان کې په روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې وايي، افغانستان د نړۍ په تر ټولو لوی بشري ناورین باندې د بدلېدو په حال کې دی.
افغانستان له لوی انساني ناورین سره مخ کېدونکی دی
د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا افغانستان کې په روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې وايي، افغانستان د نړۍ په تر ټولو لوی بشري ناورین باندې د بدلېدو په حال کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترېش دغه څرګندونې نن سه شنبې د لړم ۴ مه په خپله ټوېټر پاڼه کړې او په نړیوالو یې غږ کړی، چې افغانستان کې د رامنځ ته کېدونکي لوی بشري ناورین مخینوی وکړي.

نوموړي په دې ټوېټ کې تر ژمي مخکې اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو موادو او امکاناتو د رسولو په برخه کې د وخت چټک ترېدو ته هم اشاره کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر نړیوالو غږ کړی چې د اړمنو په لاسنیوي کې له دغه سازمان سره همکاري وکړي، ځکه میلیونه افغانان له لوږې سره لاس او ګیروان دي.

ګوترېش دا اندېښنه پر داسې مهال ښيي، چې پرون خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي