جان سوپکو:

د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د افغانستان په اړه مهم اطلاعات پټ ساتلي

8 عقرب 1400 ساعت 8:35

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو وايي، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د افغانستان په اړه مهم اطلاعات پټ ساتلي دي.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو وايي، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د افغانستان په اړه مهم اطلاعات پټ ساتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سوپکو ویرجینیا کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال د امریکا دوې مهمې ادارې پنټاګون او بهرنیو چارو وزارت تورن کړل چې د افغانستان د وضعیت، په دغه هېواد کې د امریکا له پلانونو او نورو مهمو اطلاعاتو خلک ناخبره ساتل شوي او په دې برخه کې ان پر ځینو اداراتو فشارونه هم راوستل شوي دي.

دی وايي، یادو ادارو ان له ده هم غوښتي وو چې د ځينو مالي لګښتونو او تلفاتو په اړه راپورونه علني نه کړي.

جان سوپکو زیاتوي، په دې توګه یادو وزارتونو خلک په تیارو کې ساتلي، د افغان ځواکونو د وړتیاوو او مالي امکاناتو په اړه یې راپورونه نه دي ورکړي، خپل پلانونه یې پټ کړي او په پای کې یې په افغانستان کې داسې پرېکړه وکړه چې امریکايي ملت یې حیران کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144079

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144079/

جمهور
  https://www.jomhornews.com