۰
جان سوپکو:

د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د افغانستان په اړه مهم اطلاعات پټ ساتلي

شنبی ۸ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۵
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو وايي، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د افغانستان په اړه مهم اطلاعات پټ ساتلي دي.
د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د افغانستان په اړه مهم اطلاعات پټ ساتلي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو وايي، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د افغانستان په اړه مهم اطلاعات پټ ساتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سوپکو ویرجینیا کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال د امریکا دوې مهمې ادارې پنټاګون او بهرنیو چارو وزارت تورن کړل چې د افغانستان د وضعیت، په دغه هېواد کې د امریکا له پلانونو او نورو مهمو اطلاعاتو خلک ناخبره ساتل شوي او په دې برخه کې ان پر ځینو اداراتو فشارونه هم راوستل شوي دي.

دی وايي، یادو ادارو ان له ده هم غوښتي وو چې د ځينو مالي لګښتونو او تلفاتو په اړه راپورونه علني نه کړي.

جان سوپکو زیاتوي، په دې توګه یادو وزارتونو خلک په تیارو کې ساتلي، د افغان ځواکونو د وړتیاوو او مالي امکاناتو په اړه یې راپورونه نه دي ورکړي، خپل پلانونه یې پټ کړي او په پای کې یې په افغانستان کې داسې پرېکړه وکړه چې امریکايي ملت یې حیران کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي