امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر سره کتلي

9 عقرب 1400 ساعت 8:19

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره کتلي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او خان لیدنه پرون شنبې د لړم ۸ مه شوې او دواړو لورو پر یو لړ اړوند موضوعاتو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، په دې لیدنه کي د دوه اړخیزه سوداګرۍ په پراختيا، ويزو او نورو برخو کې د لازمو اسانتياو رامنځ ته کولو خبري وشوي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د سپین بولدک - چمن لاري د خلاصون په اړه لازم تصامیم ونیول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144121

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144121/

جمهور
  https://www.jomhornews.com