د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او خان لیدنه پرون شنبې د لړم ۸ مه شوې او دواړو لورو پر یو لړ اړوند موضوعاتو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، په دې لیدنه کي د دوه اړخیزه سوداګرۍ په پراختيا، ويزو او نورو برخو کې د لازمو اسانتياو رامنځ ته کولو خبري وشوي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د سپین بولدک - چمن لاري د خلاصون په اړه لازم تصامیم ونیول شول.
جمهورخبري آژانس:کابل