د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او ورسره پلاوي سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي مجاهد او ترکمن چارواکو ځانګړې لیدنه پرون شنبې د لړم ۸ مه په ارګ کې شوې ده.
د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سرحداتو د امنيت په لا ټينګښت او په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې د امنيت ساتلو پر تدابیرو تفصيلي خبرې وشوې.
ښاغلي وثیق په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې د ازبکستان د بهرینو چارو وزیر او ورسره پلاوی پرون کابل ته راغی او د اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند، بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره یې وکتل.
جمهورخبري آژانس:کابل