متقي: ډېر ژر به د ټاپي پروژې کارونه پیل شي

10 عقرب 1400 ساعت 8:06

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ملا امیرخان متقي وايي، ډېر ژر به افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې پیل شي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ملا امیرخان متقي وايي، ډېر ژر به افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لړم ۹ مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې، او د ښاغلي مرادو او ورسره پلاوی سفر یې کابل ته ګټور وباله.

نوموړي زیاته کړه، چې له ترکمن چارواکو سره یې په دغه لیدنه کې د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې پر یو شمېر مهمو مواردو ګټورې خبرې درلودې.

ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې ډېر به په افغانستان کې د ټاپي پروزې رغنیزې چارې پیل شي.

دغه راز ده و ویل، په یاده لیدنه کې هوکړه شوې ده چې له ترکمنستان څخه به افغانستان ته د تېلو او ګازو واردات ډېرېږي څو دلته په هېواد کې ورسره د تېلو او ګازو بیې هم راټیتې شي.

دی وايي، ښاغلي مرادف ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به خپلو بشري او اقتصادي مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

د متقي په خبره، دوی ډاډ ورکړی دی چې د ټاپي په څېر د نورو پروژو د امنیت برخه کې به هیڅ ډول ستونزه نه رامنځته کېږي.

همدارنګه متقي زیاته کړه، چې د نوري فایبر او ریل پټلۍ د رغنیزو چارو امنیت به خوندي وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به دوه اړخیزې اړیکې لا پراخېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144167

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144167/

جمهور
  https://www.jomhornews.com