۰

متقي: ډېر ژر به د ټاپي پروژې کارونه پیل شي

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۶
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ملا امیرخان متقي وايي، ډېر ژر به افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې پیل شي.
متقي: ډېر ژر به د ټاپي پروژې کارونه پیل شي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ملا امیرخان متقي وايي، ډېر ژر به افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لړم ۹ مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې، او د ښاغلي مرادو او ورسره پلاوی سفر یې کابل ته ګټور وباله.

نوموړي زیاته کړه، چې له ترکمن چارواکو سره یې په دغه لیدنه کې د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې پر یو شمېر مهمو مواردو ګټورې خبرې درلودې.

ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې ډېر به په افغانستان کې د ټاپي پروزې رغنیزې چارې پیل شي.

دغه راز ده و ویل، په یاده لیدنه کې هوکړه شوې ده چې له ترکمنستان څخه به افغانستان ته د تېلو او ګازو واردات ډېرېږي څو دلته په هېواد کې ورسره د تېلو او ګازو بیې هم راټیتې شي.

دی وايي، ښاغلي مرادف ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به خپلو بشري او اقتصادي مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

د متقي په خبره، دوی ډاډ ورکړی دی چې د ټاپي په څېر د نورو پروژو د امنیت برخه کې به هیڅ ډول ستونزه نه رامنځته کېږي.

همدارنګه متقي زیاته کړه، چې د نوري فایبر او ریل پټلۍ د رغنیزو چارو امنیت به خوندي وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به دوه اړخیزې اړیکې لا پراخېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي