شاهین:

ملګري ملتونه دې افغانستان کې د چاپېریال ساتنې پروژې پیل کړي

10 عقرب 1400 ساعت 14:29

د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او د ملګرو ملتونو لپاره د دوی نوموړل شوي ځانګړي استازي سهیل شاهین له ملګرو ملتونو غوښتي، چې افغانستان کې د چاپېریال ساتنې پروژې بېرته پیل کړي.


د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او د ملګرو ملتونو لپاره د دوی نوموړل شوي ځانګړي استازي سهیل شاهین له ملګرو ملتونو غوښتي، چې افغانستان کې د چاپېریال ساتنې پروژې بېرته پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین له ډیلي میل سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان اقلیم ډېر وچ دی او د زرغونېدو لپاره یې ډېر پراخ کار ته اړتیا ده.

دی وايي، د چاپیریال په برخه کې چې د تېر حکومت په دوره کې کومې پروژې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ تصویب شوې وې باید له سره پیل شي.

سهیل شاهین ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د یادو پروژو د امنیت ټینګېدو ته ژمن دی.

د یاونې ده چې ملګرو ملتونو څه موده وړاندې خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې راتلونکې وچکالي به ۲۲ میلیونه افغانان له تر ټولو بدې غذایي ناامنۍ سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144199

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144199/

جمهور
  https://www.jomhornews.com