۰
شاهین:

ملګري ملتونه دې افغانستان کې د چاپېریال ساتنې پروژې پیل کړي

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۲۹
د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او د ملګرو ملتونو لپاره د دوی نوموړل شوي ځانګړي استازي سهیل شاهین له ملګرو ملتونو غوښتي، چې افغانستان کې د چاپېریال ساتنې پروژې بېرته پیل کړي.
ملګري ملتونه دې افغانستان کې د چاپېریال ساتنې پروژې پیل کړي
د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او د ملګرو ملتونو لپاره د دوی نوموړل شوي ځانګړي استازي سهیل شاهین له ملګرو ملتونو غوښتي، چې افغانستان کې د چاپېریال ساتنې پروژې بېرته پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین له ډیلي میل سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان اقلیم ډېر وچ دی او د زرغونېدو لپاره یې ډېر پراخ کار ته اړتیا ده.

دی وايي، د چاپیریال په برخه کې چې د تېر حکومت په دوره کې کومې پروژې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ تصویب شوې وې باید له سره پیل شي.

سهیل شاهین ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د یادو پروژو د امنیت ټینګېدو ته ژمن دی.

د یاونې ده چې ملګرو ملتونو څه موده وړاندې خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې راتلونکې وچکالي به ۲۲ میلیونه افغانان له تر ټولو بدې غذایي ناامنۍ سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي