۰

پنټاګون له خطر سره مخ افغانانو انځورونه له خپل وېب سایټ نه لرې کړي

سی شنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۶
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له خپل ویب سایټ نه د هغه لسګونه زره افغانانو انځورونه او ویډیوګانې پاکې کړې، چې له خطر سره مخ دي.
پنټاګون له خطر سره مخ افغانانو انځورونه له خپل وېب سایټ نه لرې کړي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له خپل ویب سایټ نه د هغه لسګونه زره افغانانو انځورونه او ویډیوګانې پاکې کړې، چې له خطر سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه انځورونه او ویډیوګانې، چې په کې ښودل کېږي افغانان له امریکايي ځواکونو سره کار کوي، په موقت ډول د پنټاګون له ویب سایټ څخه پاک کړل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي،  د اګست د میاشتې راهیسې او د افغانستان نه د تخلیې د بهیر پر وخت هغه انځورنه د پنټاګون د ویب سایټ نه لرې شول چې د خطر سره مخ افغانانو مخونه او یا د هغوي مشخصات پکې ښکاره کېدل.

نوموړي زیاته کړې، هر وخت چې خوندي وبلل شي، دغه انځورونه به بیرته د پنټاګان په ویب سایټ کې واچول شي.

کربي ویلي، د وزارت د بصري معلوماتو د ویش خدماتو د څانګې څخه ۱۲۴ زره انځورونه او ۱۷ زره ویډیوګانې لرې او آرشیف شوې دي.

دی وايي، د دې محتویاتو لرې کول او آرشیف کول یو ستر کار و او شاوخوا ۲ میاشتې وخت یې ونیوه، چې لا هم بشپړ شوی نه دی.

جان کربي ویلي، دا پریکړه د امریکا د حکومت د اندیښنو له مخې شوې چې داسې نشي طالبان چې د اګست په میاشت کې په کابل کې واک ته رسیدلې د هغو افغانانو پسې د غچ اخیستنې اقدام وکړي چې په تېرو شلو کالونو کې یې د امریکا سره په افغانستان کې مرسته کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي