د سپین بولدک – چمن لار د مسافرو پر مخ خلاصه شوه

11 عقرب 1400 ساعت 10:46

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي، د سپین بولدک – چمن دروازه د افغان مسافرو پر مخ پرانستل شوه.


کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي، د سپین بولدک – چمن دروازه د افغان مسافرو پر مخ پرانستل شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خان په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه دروازه نن سه شنبې د لړم ۱۱ مه د پاکستاني او طالب چارواکو تر خبرو اترو وروسته پرانستل شوې ده.

دا دروازه پر داسې مهال د افغان مسافرو پر مخ پرانستل کېږي، چې تر اوسه پورې زرګونه مسافر د دروازې خلاصېدو ته په انتظار و، چې له ډېرو سره یې د پاکستاني پولیسو له خوا ناوړه چلند هم کېده.

دغه لاره د تېرې میاشتې په پيل کې د طالبانو له لوري تړل شوې وه او ویل یې لار یې ځکه تړلې چې پاکستاني لوری له افغان وګړو سره ناسم چلند کوي.

خو اوس هوکړه شوې چې پاکستاني پولیس به د خلکو له ځورنې لاس اخلي او د کندهار خلک په اصلي تذکره کولی شي چمن ته واوړي او د چمن خلک کولی شي په خپلو کارډونو کندهار ته تګ راتګ او سوداګري وکړي.

چمن- سپین بولدک په جنوب کې له بلوچستان سره د افغانستان مهمه لار ګڼل کېږي چې پر دې لار د میلیونونه ډالرو سوداګرۍ تر څنګ زرګونه کسان هم تګ راتګ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144226

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144226/

جمهور
  https://www.jomhornews.com