ننګرهار کې یو دیني عالم وژل شوی او دو تنو مړي موندل شوي دي

11 عقرب 1400 ساعت 12:48

سیمه ییزې سرچینې او ځايي خلک وايي، ننګرهار کې یو دیني عالم په ډزو وژل شوی او د دو تنو نورو جسدونه موندل شوي دي.


سیمه ییزې سرچینې او ځايي خلک وايي، ننګرهار کې یو دیني عالم په ډزو وژل شوی او د دو تنو نورو جسدونه موندل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دیني عالم نن سه شنبې د لړم ۱۱ مه سهار وختي وژل شوی او د دوه تنو نورو مړي په ونو کې ځوړند موندل شوي.

ځايي سرچینې وايي، نامعلومه وسله والو د عبدالواحد په نوم یو دیني عالم چې د معیوبینو د جامع جومات ملا امام و د سهار لمانځه لپاره د اوداسه پر مهال ډزو وژلی دی.

د سرچینې په وینا بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي او تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

بل خوا د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمو کې د دوو تنو جسدونه موندل شوي، چې په ونه کې راځړول شوي وو.

د ځايي خلکو په وینا دا پېښه تېره شپه د جلال – آباد تورخم پر لویه لار د کاریز پله ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.
 
تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت نه دی معلوم او د وژلو مسوولیت یې هم چا نه دی اخیستی.

ځايي طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ننګرهار کې یو دیني عالم او د یوه جامع جومات ملا امام د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144235

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144235/

جمهور
  https://www.jomhornews.com