۰

رویټرز: د افغان نجونو د زده کړو په اړه ښه خبرونه پر لاره دي

چهارشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۶
د افغانستان د اسلامي امارت سرچینو رویټر خبري آژانس ته ویلي، چې د نجونو د زده کړې په برخه کې پام وړ پرمختګونه شوي او ډېر ژر به په همدې اړه ښه خبرونه ورکړل شي.
رویټرز: د افغان نجونو د زده کړو په اړه ښه خبرونه پر لاره دي
د افغانستان د اسلامي امارت سرچینو رویټر خبري آژانس ته ویلي، چې د نجونو د زده کړې په برخه کې پام وړ پرمختګونه شوي او ډېر ژر به په همدې اړه ښه خبرونه ورکړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوهنې وزارت یوه چارواکي وحیدالله هاشمي دغه آژانس ته ډاډ ورکړي، چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه ښه خبرونه پر لاره دي.

ښاغلي هاشمي ویلي، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه لري او دوی هم د نجونو زده کړو ته درناوی لري.

خو ټینګار یې کړي، چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې مالي مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه امریکايي استازو هم په خپلو څرګندونو کې پر اسلامي امارت غږ کړی او ترې غوښتی یې دي، چې د نجونو د زده کړو لپاره شرایط وړاندې نه کړي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د بندیزونو د لرې کېدو له شرطونو څخه یو همدا ښوونځیو ته د نجونو د تګ موضوع ده چې دا دی اوس په دې برخه کې د ښو خبرونو راپور ورکړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي