۰

امریکا: کابل کې مو وروستۍ برید تېروتنه وه، نه قانون ماتونه

پنجشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۲
د امریکا دفاع وزارت د تخلیې پر مهال کابل کې د خپل وروستي برید په اړه ویلي، چې دا برید یوه تېروتنه وه نه قانوني جرم.
امریکا: کابل کې مو وروستۍ برید تېروتنه وه، نه قانون ماتونه
د امریکا دفاع وزارت د تخلیې پر مهال کابل کې د خپل وروستي برید په اړه ویلي، چې دا برید یوه تېروتنه وه نه قانوني جرم.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي ځواکونو د اګست میاشتې په ۲۹ مه چې له افغانستان وتل د هسوګنې په یوه کور د بې پیلوټه برید وکړ او ویل یې چې دا برید یې د داعش پر غړو کړی دی.

په دغه برید کې د یوې کورنۍ ۱۰ افغانان و وژل شول، چې درې یې لویان او ۷ تنه ماشومان و، خو وروسته څېړنو وښوده، چې دا داعشیان نه بلکي ملکي افغانان دي.

امریکا د دغه برید په اړه پلټنې کړې او پرون چهارشنبې د لړم ۱۲ مه یې په یوه راپور کې ویلي، چې دا برید یوه تېروتنه وه، خو د قانون تر پښو لاندې کول نه دي.

د امریکا د هوایي پوځ څیړونکي ډګر جنرال سامي ډي سډ ویلي، تحقیقاتو د جګړې د قانون په ګډون، له قانون څخه هېڅ سرغړونه موندلې نه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د تائید او اجرا په برخه کې تیروتنې او د اړیکې خرابوالي له امله له بده مرغه ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

جنرال سډ په پنټاګان کې خبریالانو ته زیاته کړې، چې دا یوه صادقانه تېروتنه وه، خو یو جرمي، تصادفي او د ناغیړي عمل نه دی.

دغه امریکایي‌ جنرال زیاته کړه، هغه کسان چې په مستقیم ډول یې په برید کې سهم درلود، واقعا په دې باور وو چې یو قریب الوقع برید په نښه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي