د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د روسیې خلاف ګواښونه نه دي کم شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاندې ماریا زخروا په یوه خبري ناسته کې زیاته کړې، چې د نشه يي توکو او ترهګریزه بریدونو له پلوه لا هم افغانستان څخه روسیې ته ګواښوونه موجو دي.
مېرمن زخروا ټینګار کړي، چې د طالبانو له واکمنېدو سره بیا هم په دې برخه کې د پام وړ کمښت نه دی رامنځته شوی.
نوموړې په ځانګړې توګه د داعش ډلې ګواښ ته اشاره کړې وايي، دا ډله لا هم د افغانستان په مختلفو ښارونو کې بریدونه کوي او روسیه یې اندیښمنه کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغو ګواښونو د کمېدو او خطرونو ختمولو لپاره یې د هېواد اساسي غوښتنې څه دي؟
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، له منځنۍ اسیا سره په ګډو پولو کې د افغانستان له خاورې شاوخوا دوه زره داعش وسله وال منځنۍ اسیا ته د اوښتو پلان لري.
هغه خبرداری ورکړی و، چې که دا خطر دفع نه شي، روسیه او ملګري هېوادونه به یې د دغو وسله والو د ځپلو لپاره په افغانستان کې عملیات وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل