ټرمپ: موږ په افغانستان کې تسلیم شوو

15 عقرب 1400 ساعت 10:23

د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په اړه خبرې کړې وایي، دوی په افغانستان کې د هغه ډلې کسانو ته تسلیم شول، چې وسلې یې نه درلودې.


د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په اړه خبرې کړې وایي، دوی په افغانستان کې د هغه ډلې کسانو ته تسلیم شول، چې وسلې یې نه درلودې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون جمعه د لړم ۱۴ مه د امریکا د ۲۰۲۰ جنجالي ولسمشریزه ټاکنو د کلیزې په تړاو خبرو کې ویلي، چې له افغانستان د امریکا وتل ډېر شرموونکی کار وو.

ټرمپ زیاته کړې«دا ان وتل نه و، بلکې تسلیمي وه او د تسلیمي هم د هغه کسانو په وړاندې چې ان وسلې یې نه درلودې، ۸۵ میلیارډ ډالر او ۱۳ سرتېري مو له لاسه ورکړل او دېری سخت ټپیان شول.»

دغه راز ټرامپ د امریکا د تېر کال تر ولسمشریزه ټاکنو وروسته پېښې ډې بدې توصیف کړې او ویې ویل، چې د امریکا ځواک په نړۍ کې ډېر ټیټې کچې ته ورسېده.

هغه ویلي«زموږ د هېواد په تاریخ کې موږ په دومره ټیټه نقطه کې نه و، لکه نن چې یو.»

ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن او ادارې یې ویلي، چې دوی د افغانستان په اړه د ټرمپ د دوحې تړون د عملي کولو پرته بله لار نه درلوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144341

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144341/

جمهور
  https://www.jomhornews.com