روسیه: ډېر ژر به افغانستان د بشري مرستو ستره محموله ولېږو

17 عقرب 1400 ساعت 9:39

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وايي، هېواد یې افغانستان ته د بشري مرستو د تر ټولو سترې محمولې پر لېږلو بوخت دی.


په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وايي، هېواد یې افغانستان ته د بشري مرستو د تر ټولو سترې محمولې پر لېږلو بوخت دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ژیرنوف زیاته کړې، چې دا محموله به د نوامبر میاشتې په اوږدو کې افغانستان ته ورسېږي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، هغه افغانان چې د روسیې تابعیت لري هغوی به هم د راتلونکو مرستو په رالېږدونکو الوتکو کې بېرته روسیې ته واستول شي.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې یو شمېر هېوادونو د مسکو ناسته کې هوکړه کړې وه چې له افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي څو دغه هېواد له اقتصادي او بشري بحران څخه وژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144407

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144407/

جمهور
  https://www.jomhornews.com