۰

روسیه: ډېر ژر به افغانستان د بشري مرستو ستره محموله ولېږو

دوشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۹
په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وايي، هېواد یې افغانستان ته د بشري مرستو د تر ټولو سترې محمولې پر لېږلو بوخت دی.
روسیه: ډېر ژر به افغانستان د بشري مرستو ستره محموله ولېږو
په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وايي، هېواد یې افغانستان ته د بشري مرستو د تر ټولو سترې محمولې پر لېږلو بوخت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ژیرنوف زیاته کړې، چې دا محموله به د نوامبر میاشتې په اوږدو کې افغانستان ته ورسېږي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، هغه افغانان چې د روسیې تابعیت لري هغوی به هم د راتلونکو مرستو په رالېږدونکو الوتکو کې بېرته روسیې ته واستول شي.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې یو شمېر هېوادونو د مسکو ناسته کې هوکړه کړې وه چې له افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي څو دغه هېواد له اقتصادي او بشري بحران څخه وژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي