۰
د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست:

۶ سوه داعشیان، ۸۲ سړي تښوونکي او لسګونه نور مجرمین نیول شوي

چهارشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۰۱
د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست وايي، په تېرو دریو میاشتو کې ۶ داعش ته منسوب کسان، ۸۲ انسان تښتوونکي، لسګونه مافیايي او نورو مجرمین نیول شوي دي.
۶ سوه داعشیان، ۸۲ سړي تښوونکي او لسګونه نور مجرمین نیول شوي
د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست وايي، په تېرو دریو میاشتو کې ۶ داعش ته منسوب کسان، ۸۲ انسان تښتوونکي، لسګونه مافیايي او نورو مجرمین نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې نن چهارشنبې د لړم ۱۹ مه د یاد ریاست ویاند خلیل همراز په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې استخباراتي پرسونل د هېوادوالو د امنیت په خاطر شپه ورځ هلې ځلې کوي، په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یې واحدونه او ادارې فعالې دي او تر ډېره بریده ورسره د جنایتونو کچه راکمه شوې ده.

همراز په وروستیو کې د ځینو امنیت ستونزو د رامنځ ته کېدو په اړه و ویل، د اسلامي امارت له خوا د کابل او نور ولایتونو د نیولو پر مهال کابو ۱۸ سوه داعشیان چې په زندانونو کې و، لسګونه مافیايي غړي او نور مجرمینو له زندانونو څخه فراره کړی و، چې وروسته یې د ځینو استخباراتي کړیو په مرسته ځینې ستونزې رامنځ ته کړې.

همدارز نوموړي زیاته کړه، چې د دې تر څنګ ځینه غله، مجرمین او د مافیايي بانډونو کسان چې له مخکې مسلحه کړل شوي و، د ځینو کړیو په اشاره د امنیت ضد شول، چې ځینې ستونزې رامنځ ته شوې.

خو په وینا یې له دې سره سره د اسلامي امارت ځواکونو وتوانېدل، چې تر ډېره بریده د جنایتونو، موټر بم او واسکټ بریدونو مخنیوی له وړاندې وکړي او ځینې ښې لاس ته راوړنې ولري.

نوموړي و ویل«په تېرو دریو میاشتو کې موږ ۶ داعش ته منسوب کسان، ۸۲ انسان تښتوونکي نیولي، ۳۳ داعشیان وژل شوي او ۱۲ برمته کسان راخوشي کړل شوي دي، دغه مو د څو موټر بم او واسکټي بریدونو مخنیوی کړی دی.»

د دې تر څنګ د طالبانو د استخباراتو ویاند زیاته کړه، ۲۷۰۶ مخرب کسان چې د طالبانو لیکو ته ننوتي و، ۲۰۳ یې ترې بېرته ایستل شوي او د نورو په اړه هم څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې نوموړي زیاته کړه، چې د غلو، نشه يي توکو د پلورونکو او نورو جنایاتونو لسګونه عاملین هم د استخباراتو او کورنیو چارو وزارت له خوا نیول شوي، چې د ځینې دوسیې بشپړې شوې او پر ځینو کار روان دی.

همدارنګه همراز و ویل، چې د کورنیو چارو وزارت ۲۶۷ تنه د جعلي پاسپورټونو، تذکرو او نورو اسنادو د جوړلو په تړاو نیولي، چې دا مهال په زندان کې دي.

د استخباراتو لوی ریاست ویاند د مجرمنیو او جرمنو د نیولو په برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې دوی ۱۰۰۱ شمېره فعاله کړې او په دې د خلک معلومات ورکوي.

بل خوا په یاد خبري کنفرانسې د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل، چې د داعش پر وړاندې د دوی مبارزه جدي ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د هېواد امنیت مختل کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې داعشیان د عراق او سوریې داعشیان نه دي، بلکې دلته ځینې کسان دي، چې د نورو په لمسون او ملاتړ اشوب جوړوي، چې د مخنیوي لپاره یې ګړندي ګامونه اخیستل کېږي.

د هغه په وینا داعش په افغانستان کې اصلآ وجود نه لري، خو په وینا یې په ځینو ځایونو کې که فعالیتونه کوي او بیرغونه پورته کوي، پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي.

ښاغلي مجاهد دا خبرې هم په کلکه رد کړې، چې ګڼې د مخکني حکومت ځینې امنیتي کسان له داعش سره یو ځای شوې دي.

مجاهد و ویل«زه دا خبرې ردوم، ځکه داعش د یوې ځانګړې تکفیرې مفکورې خلک دي، له هغوی سره د افغانستان هېڅ طبقه جوړه نه راځي.»

د اسلامي امارت د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د جګړې د پای لپاره یې د داعش سره خبرې کړې که نه، زیاته کړه، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی، اسلامي نظام قایم دی او نور چا ته د جګړې جواز او اجازه نشته.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي