روانه میاشت پر لسګونه زره افغانانو بشردوستانه مرستې وېشل شوي

22 عقرب 1400 ساعت 10:08

ملګري ملتونه وايي، روانه میاشت تر دې مهاله په افغانستان کې په لسګونه زره بې وزله کسانو بشردوستانه مرستې وېشل شوې دي.


ملګري ملتونه وايي، روانه میاشت تر دې مهاله په افغانستان کې په لسګونه زره بې وزله کسانو بشردوستانه مرستې وېشل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د دوی کار لا هم په چټکۍ روان دی او هره ورځ هڅه کوي، چې اړمن کسان تشخیص او مرستې ور ورسوي.

دغه اداره زیاتوي، چې په روانه میاشت د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې ټولټال ۲۷۸ زره اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسول شوې دي.

د سرچینې په وینا له ډلې د افغانستان په شمال ختیځ کې کابو ۹۵ زره کسانو، خوست کې ۱۶ سوه کسانو، ختیځ کې ۱۵۰ زره کسانو، شمال کې کابو ۳ زره کسانو او په لوېدیځ کې ۱۴ زره کسان تثبیت او مرستې به ورورسېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي چې د ژمي تر را رسېدو مخکې په ټول هېواد کې اړمنو کسانو ته اړینې مرستې ووېشي او په دې توګه د انساني ناورین مخنیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144568

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144568/

جمهور
  https://www.jomhornews.com