اروپايي ټولنه ترمز کې د افغانستان سره د مرستو په خاطر مرکز پرانیزي

25 عقرب 1400 ساعت 8:56

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اروپايي ټولنه د دغه هېواد په ترمز ښار کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په خاطر یو مرکز پرانیزي.


د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اروپايي ټولنه د دغه هېواد په ترمز ښار کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په خاطر یو مرکز پرانیزي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، دا څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف سره بروکسل کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

سرچینه وايي، دواړو لورو د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې اترې کړې او د ارپايي ټولنې استازي د هغې همکارۍ له کبله مننه کړې، چې له افغانستان څخه یې د اروپایي اتباعو د تخیلې په برخه کې کړي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې دوی له ازبکستان سره د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې همکارۍ ته لېواله دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د افغانستان لپاره به ګډې هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144665

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144665/

جمهور
  https://www.jomhornews.com