د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه جوړه وي

25 عقرب 1400 ساعت 9:21

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي او په کې د دغه هېواد پر سوله او امنیت خبرې اترې وکړي.


ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي او په کې د دغه هېواد پر سوله او امنیت خبرې اترې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د امنیتي مسایلو او سولې رامنځ ته کولو برخې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې نن په نړۍ کې د سولې او امنیت په اړه کنفرانس جوړېږي او افغانستان به د دې کنفرانس مهمه اجنډا وي.

سرچینه کاږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز به د دې کنفرانس ګډونواله وي او د افغانستان استازیتوب به کوي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلو اداراتو د افغانستان په اړه کنفرانسونه جوړ کړي وو او دلته یې د دایمي سولې د راتګ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د دغه کنفرانس هرکلی کړی او تمه یې ښوودلې چې دلته د سولې او امنیت له راتګ سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144671

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144671/

جمهور
  https://www.jomhornews.com