د پاسپورټ ریاست د کارکوونکو په ګډون ۶۰ تنه جعل کاران نیول شوي

25 عقرب 1400 ساعت 9:30

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کورني امنیت ریاست منسوبینو د پاسپورټ لوی ریاست د کارکوونکو په ګډون ۶۰ تنه د جعل کارۍ په تور نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کورني امنیت ریاست منسوبینو د پاسپورټ لوی ریاست د کارکوونکو په ګډون ۶۰ تنه د جعل کارۍ په تور نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د کورني امنیت ریاست منسوبینو ۶۰ تنه د پاسپورټ لوی ریاست د کارکوونکو په ګډون د جعلي پاسپورټونو د چاپ، د اسلامي امارت جعلي اخطار نامو او د چاپ یو اندازه توکي نیولي.

ویل کېږي په نیول شویو کسانو کې د پاسپورټ ریاست تخنیکي مرستیال او د بایومتریک د څانګې کارکوونکي هم شامل دي.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاسپورټ لوی رییس اعلان وکړه، چې د تخنیکي ستونزو له امله تر نامعلومې نېټې پورې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 144672

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144672/

جمهور
  https://www.jomhornews.com