د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کورني امنیت ریاست منسوبینو د پاسپورټ لوی ریاست د کارکوونکو په ګډون ۶۰ تنه د جعل کارۍ په تور نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د کورني امنیت ریاست منسوبینو ۶۰ تنه د پاسپورټ لوی ریاست د کارکوونکو په ګډون د جعلي پاسپورټونو د چاپ، د اسلامي امارت جعلي اخطار نامو او د چاپ یو اندازه توکي نیولي.
ویل کېږي په نیول شویو کسانو کې د پاسپورټ ریاست تخنیکي مرستیال او د بایومتریک د څانګې کارکوونکي هم شامل دي.
کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاسپورټ لوی رییس اعلان وکړه، چې د تخنیکي ستونزو له امله تر نامعلومې نېټې پورې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده ده.
جمهورخبري آژانس:کابل