۰

افغانستان او ایران د بېلابېلو برخو کې د ګډو کمېټو پر جوړولو هوکړه کړې

چهارشنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۳
د افغانستان اسلامي امارت او ایراني چارواکو تر منځ په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه د کمېټو په جوړولو هوکړه کړې ده.
افغانستان او ایران د بېلابېلو برخو کې د ګډو کمېټو پر جوړولو هوکړه کړې
د افغانستان اسلامي امارت او ایراني چارواکو تر منځ په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه د کمېټو په جوړولو هوکړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا هوکړه، د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او ورسره پلاوي سره د اسلامي امارت د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په لیدنه کې شوې.

مرستیال طالب ویاند احمدالله وثیق په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ښاغلي برادر پرون سه شنبې د لړم ۲۵ مه د ایران له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره وکتل.

نوموړي وايي، په دغه لیدنه کې ښاغلي قمي و ویل، چې افغانستان نن د خپلو اصلي بچیانو په واک کې دی او اشغال پای ته رسېدلی دی.

قمي دا هم ویلي، افغانستان او ایران دوه مسلمان هېوادونه دي چې ګډې ګټې، دیني او فرهنګي مشترکات لري او باید په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ لاپیاوړې کړو.

په ورته وخت ښاغلي برادر د قمي خبرو ته په اشارې ویلي، اشغال پای ته رسېدلی، په ټولو برخو کې اما په ځانګړي ډول په اقتصادي او سیاسي برخو کې د هغه له منفي پایلو سره جدي مقابله کوو.

ښاغلي وثیق زیاته کړې، چې د دغې کتنې په پای کې په سیاسي، امنیتي، پانګونې، سوداګرۍ او ګمرک، کډوالو، د اوبو، برېښن، انرژۍ حوزې، فرهنګي، علمي او روزنې برخو کې د ګډو کمېټو پر ایجادولو هم هوکړه وشوه.

دی وايي، ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې ژر دې خپلمنځي غونډې جوړې او بېړنیو شرایطو ته د رسېدو په برخه کې دې پر اوږدمهالو همکاریو او ملي پروژو بحثونه وکړي او لازمو هوکړو ته دې ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي