د روسیې د بشري مرستو یوه محموله به نن کابل ته راورسېږي

27 عقرب 1400 ساعت 8:15

کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وايي، چې د مسکو د بشري مرستو لومړۍ محموله به نن افغانستان ته را ورسېږي.


کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وايي، چې د مسکو د بشري مرستو لومړۍ محموله به نن افغانستان ته را ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بشري مرستې د روسیې د دفاع وزارت په یوه الوتکه کې کابل ته راوړل کېږي، چې ۳۶ ټنه خوراکي، روغتیايي او نور اړین توکي په کې شامل دي.

دا مرستې به په بېوزلو کورنیو و وېشل شي او د روسیې د سفیر په وینا طالب چارواکو ډاډ ورکړی، چې دغه مرستې به په شفاف ډول تر اړمنو کسانو ورسول شي.

په ورته وخت د روسیې سفیر دا هم ویلي، دغه الوتکې به له کابل څخه د ستنیدو پر وخت په افغانستان کې ایسار پاتې روسي اتباع او ۹۰۰ افغان محصلین روسیې ته ولېږدوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144742

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144742/

جمهور
  https://www.jomhornews.com